The Bullies (Two Friends)

Find out more
about the contributors

The Bullies (Two Friends)

A Pashto Story by Mateen Abdul


ځوروونکي

د متین عبدل څخه  د پښتو کیسه


يو ځلې دوه هلکان و چې ډیر ښه ملګري و. د هغوی نومونه ارمان، چې معنی یې هیله، او باتور، چې معنی یې زوړر ده، و. ارمان او باتور به تل د ښوونځۍ څخه وروستو د خپل کور سره نژدې د باسکیټ بال په میدان کې يو ځای لوبې کولې. هغوی په دې پلمه خوښ و چې د باسکیټ بال نامتو لوبغاړي دي او په وار وار به یې په ټوکرۍ کې پنډوسکی غورځوو.

یوه ورځ، دوه ځورونکي د باسکیټ بال میدان ته په درنو ګامونو راغلو او دې هلکانو ته یې کنځل ویل شروع کړل. بیا يو ځورونکي د هغوی څخه باسکیټ بال پټ کړ. ’دا اوس زمونږه دی، ‘ناوړه ځورونکي وویل. ‘

. ’او تاسو ته به دا هیڅکله هم بیرته در نه کړو، ‘د هغه ناوړه ملګري وویل. ‘

بیا دغه ځوروونکو دوانړه هلکانو له ټیلې ورکول شروع کړل او په هغې سره ارمان راوغورځید او ډیر زیات وډاریدو. پرته له کوم فکر کولو، دغه ځلمی هلک په خپل پښو ودرید او پرته له شا کتلو چې آیا د هغه ملګری باتور هم د تيښتې وړ و او کنه، خپل کور ته وتښتیدو.

خو باتور دومره نیکمرغه نه و، او په هر صورت، هغه دا غوښتل هم نه چې هغه دې وځورول شي او د دغه هلکانو څخه د تيښې نه یې ځکه انکار وکړ چې هغوی دا فکر کوي چې هغوی به هر څوک ځوروي. خو دغه هلکان د باتور نه غټ او مضبوط ول او هغه یې په سوکونو او لغتو ووهلو ترڅو هغه ډیر زخمي شو. د هغه کالي هم وشلیدل او یوه سترګه یې هم وپړسیده.

’ ددې څخه به  زده کړه وکړې‘، ناوړه ځوروونکو وویل. ’ مونږ غټ او مضبوط یو او ته کمذوری یې او ته هیڅ هم نه شې کولای‘. او په دې سره، دغه ځوروونکي لاړل او بیوزله باتور یې پريښود چې په ټکرونو کور ته یواځې لاړ شي.

سبا له، کله چې ارمان د باتور سره په لوبغالي کې وکتل، نو هغه چې کله ولیدل چې ځوروونکو یې د ملګري سره څه کړي دي، نو ډیر شرمنده شو.

’ زه یقین نه کوم چې ته وتښتیدلې او زه دې یواځې پريښودم!‘ باتور وویل. ’ کوم ډول ملګری داسې چلند کوي؟‘

که څه هم ارمان هڅه وکړه چې بخښنه ترې وغواړي، ولې باتور ډیر خفه و او نه یې غوښتل چې په یوازې پريښودو خپل ملګرې معاف کړي. ’ که ته دا ډول ملګری یې‘ غوسه کوونکي هلک وویل، ’ نو زه یواځې ښه یم‘.

ارمان د خپلې تيښتې په اړه د ډیرې شرمندګۍ احساس کاوه، او اوس یې د خپل کړنو له امله ملګری له لاسه ورکړ.

د باتور مور هغه له نوی باسکیټ بال واخیست، او لکه څنګه چې دغه هلک دا تصمیم نیولی و چې ځوروونکي به په هغه واک نه چلوي، نو له دې کبله هغه سبا له د باسکیټ بال میدان ته لاړو او یواځې یې لوبه کوله. ددې مزه هغه شان نه وه لکه څنګه چې به هغه د ارمان سره لوبه کوله خو ولې باتور لاتراوسه د خپل ملګري نه خفه و او په زړه کې یې دا نه غوښتل چې دومره په اسانۍ سره یې معاف کړي.

څنګه چې هغه ټوکرۍ ته یو مشکل پنډوسکې غورځوو، هغه له شا نه یو غږ واورید چې هغه یې ډیر وډارولو. ’ فکر کوم چې تا ته یو بله زده کړه درکړم‘ دغه غږ راغی.

’ او فکر کوم چې تا زمونږ له پاره یو بل باسکیټ بال راوړی دی، ‘ دویم تن وویل.

او کله چې باتور راوګرځید، یقیناً هغه دوه ځوروونکي د هغه څنګ ته راروان و.

’ اوس باسکیټ بال مونږ ته راکړه او دې ځل له به درسره دومره وهل ټکول نه کوو‘.

څرنګه چې باتور خپله خواشیني څرګندوله، د باسکیټ بال په میدان کې یو بل لوړ او صفا غږ راغلو.  ’ زما ملګری پريږدﺉ‘، ارمان وویل. ’ تاسو بس ځوروونکي یاست او مونږ به دا نور و نه زغمو!‘

ارمان دغه ټول وخت د خپل ملګري څارنه کوله او کله چې یې ولیدل چې ځوروونکي د باتور څنګ ته ځي نو هغه له موقعې څخه استفاده پورته کړه ترڅو د خپلې تیروتنې کفاره ادا کړي او د خپل ملګري حفاظت وکړي.

ارمان او باتور څنګ تر څنګ ودریدو او خپل لستوڼي یې راونغښتل او راپيښدونکي جګړې ته یې ځان تیار کړ.

خو څرنګه چې ځوروونکو ته معلومه شوه چې هغوی به اوس یوه حقیقي جګړه کوي، يو رښتیني جګړه، دوه په دوه، نو هغوی سمدلاسه علاقه له لاسه ورکړه او د دوانړو ملګرو سره په شا تلل شروع شول.

’ کله چې يو په دوه جګړه نه وي نو تاسو تاسو دومره سخت نه یاست!‘ باتور وویل.

’ تاسو بس هڅې کمذوري ځوروونکي یاست،‘ ارمان وویل، ’ او که بیا مو دلته ولیدﺉ نو مونږ به درته زده کړه وښایو. مونږ به خپل مور او پلاور او ښوونکي هم خبر کړو او هغوی به دا یقیني کړي چې تاسو هیڅ کله هم د بل کوم تن د ځورولو وړ نه شئ. ‘

کله چې د دومره زړورتوب سره مخامخ شو، نو ځوروونکي چې څومره تیز تلی شول هغه هومره تیز وتښتیدو، او ارمان او باتور د دوانړو لویو هلکانو د دومره ډاریدو په منظره مسکیدل.

باتور د خپل ملګري څخه مننه وکړه او هغه يې په تښتیدو معاف کړو.

’ زه ډیره بخښنه غواړم،‘ ارمان وویل. ’اوس راته معلومه شوه چې د یواځې په نسبت په ګډه مونږ مضبوط یو، او که چیرې مونږ په اتفاق یوځای یو نو تل به د نړۍ ځوروونکي وهو او څوک به هم مونږ نه شي ځورولی. ‘

 

ارمان او باتور په ښوونځۍ کې ټول وخت ملګري و او حتی کله چې لوی شول نو بیا هم ډیر ښه ملګري و. او هغوی همیشه د هغه ورځې زده کړه یاد ساتي کوم چې دوی د باسکیټ بال په میدان کې زده کړي وه، او دوی همیشه د یوبل د مرستې له پاره څنګ په څنګ ولاړ وي لکه څنګه چې ښه ملګري باید ولاړ وي.