The Clever Rabbit

Find out more
about the contributors

The Clever Rabbit

A Pashto Story by Anonymous


چالاکهسویه

د نامعلومه تن څخه د پښتو کیسه


په ګڼ ځنګل کې يو پړانګ وسید چې شپه او ورځ به په خپل ښکار پسې ګرځیدو. نور ځناور به د پړانګ څخه په ویره کې وسیدل ځکه چې هغه په ټولو کې غټ او طاقتور ځناور و. شپه او ورځ به هغوی په دې ویره کې و چې خون خوار پړانګ به هغوی ښکار کړي او په خړپ خړپ به یې وخوري. هوسۍ په ویره کې وه. شادوګان په ویره کې و. حتی سورلنډي هم په ویره کې و. خو د خون خوار پړانګ سره هیڅ نه کیدل. 

يوازینی ځناور چې نه ډاریدو، هغه سویه وه. هغه د مځکې لاندې وسیده او د خوړو له پاره به یواځې هغه وخت راوتله چې ډاډه وه چې ځنګل خوندي دی. خو دا هوسۍ خواخوږي او سخي هم وه او د ځنګل د هغه نورو ځناورو سره به یې خواخوږي کوله چې د پړانک څخه د ویرې په ژوند مجبور و.

يو ماسختن، ټول ځناور د مرکې مرکز ته راغونډ شوي و. ’ مونږ د پړانګ سره څه کولای شو؟‘ مایوسه شادوګانو پوښتنه وکړه.

’ مونږ د ویرې د ژوند څخه تنګ شو‘، سورلنډو وویل.

دغه مهال چالاکه سویه ودریده او مرکې ته راغونډ شویو ځناورو ته یې وینا وکړه.

’ زه به د پړانګ مقاومت وکړم‘، هغه وویل. ’ هغه ما ته پريږدﺉ او ډیر ژر به مونږ پرته له ویرې ژوند تیروو‘.

ځناور د سویې ډیر منونکي و خو ولې ډیرو فکر نه کوو چې دومره کوچنی مخلوق به وکولای شي چې پړانګ له منځه یوسي. ’ ته ډیر کوچنی یاست‘، هغوی وویل. ’ د دومره غټ او مضبوط ځناور پړانګ خلاف به ته څه کوی؟‘

’ بس انتظار کوﺉ او و به ګورﺉ،‘ چالاکې سویې وویل او په ګڼ ځنګل کې یې د پړانګ د غار څنګ ته ټوپ ووهلو.

کله چې چالاکه سویه پړانګ ته نزدې شوه نو ډیره ډاریدله خو ولې زړه یې ټینګ کړ او په خپل پلان په کار کولو ډاډه وه . ’ زه تا خبرولو له راغلی یم چې په دې ځنګل کې ستا نه هم ډیر طاقتور پړانګ موجود دی’، هغه وویل.

’دا ناممکنه ده! ‘ پړانګ وغړمبیدو. ’ زه تر ټولو طاقتور پړانګ یم او اوس به دې وخورم او د همیشه له پاره به دې غلې کړم! ‘

’ خو ولې زه رښتیا ویم،‘ چالاکې سویې ځواب ورکړ. ’ دغې پړانګ زما ورور نیولی دی او ما له یې خبردارې راکړی دی چې هغه به واپس راځي او هر هغه ځناور به چیلنج کوي کوم چې فکر کوي چې د هغه نه زیات طاقتور دي. ‘

’ ما ته وښایه چې هغه کوم ځای دی، ’ پړانګ غوښتنه وکړه، ’ او مونږ به وګورو چې څوک زیات طاقتور دی. ‘

’ که ما ته وښودلې، ‘ سویې ځواب ورکړ، ’له ما سره ژمنه کوی چې ما او زما ورور به نه خوری؟‘

’زه ژمنه کوم،‘ پړانګ وویل.

او همدغه شان سویه او پړانګ يوځای روان شول.

لږه شیبه وروستو، سویې ګوډه ګوډه تلله او پلمه یې کوله چې نور لټون ته دوام نه شي ورکولای. ’زه ډیره ستړي یم،‘ هغې وویل. ’ کولای شې چې ته ما ویسې؟‘

پړانګ د چالاکې سویې په وړلو موافقه شو، او د خپل مخې په مضبوطې خپړ یې هغه پورته کړو او خپل سفر ته یې دوام ورکړ.

ډیر وخت تیر نه و چې دوی دوانړه په ځنګل کې یوې غونډۍ ته ورسیدو، کوم ځای چې يو ډیر ژور کوهی و.

’ کوم پړانګ چې ته چیلنج کړی یې هغه ددې کوهي په بیخ کې وسیږي،‘ چالاکې سویې وویل.

’ او د هغه سره ستا کوچنی ورور دی؟ ‘ پړانګ پوښتنه وکړه.

’ د هغه سره دی. خو ته به مونږ نه خورې ځکه چې ژمنه دې کړی. ‘

پړانګ مسکی شو او د ژور کوهي غاړې ته ورو ورو وړاندې شو. کله چې د کوهي غاړې ته ورسید نو لاندې یې تیارې ته وکتل او فکر یې وکړ چې هغه یو پړانګ ولید چې سویه یې نیولي وه.

’ ته به اوس خپله ژمنه پوره کوی او زما ورور به ژغوری. ‘چالاکې سویې ویل.

’ زه به داسې هیڅ نه کوم! ’پړانګ وغړمبید. ’ زه به تا او ستا ورور خورم او هغه پړانګ به له منځه وړم چې زما په خپل ځنګل کې یې زه چیلنج کړی یم! ‘

 

 

خو څرنګه چې د پړانګ د  خولې نه دا الفاظ ووتل، نو چالاکې سویې ترې ټوپ ووهلو او پړانګ یې پريښود ترڅو د خپل دښمن سره يواځې مقابله وکړي. په کومه خبره چې پړانګ پوه نه شو هغه دا وه چې د کوهي په بیخ کې په اوبو کې هغه خپل انعکاس لیدو.

خون خوار پړانګ په دې سوچ کوهي ته ور ودانګل چې په خپل دښمن برید کوي. خو د بل پړانګ پرځای چې د کوهي په بیخ کې یې انتظار کاوه، هغه یواځې د تیارې او یخو اوبو سره مخامخ شو. هغه هلې ځلې وکړی او اوبه یې وشیندلې او خپل پوره وس یې وکړ چې د خپلې پنجې په ذریعه ځان د کوهي نه را وباسي. خو بلاخره خون خوار پړانګ خپل توان له لاسه ورکړ او ډوب شو.

’ ته به غټ او طاقتور یې،’ چالاکې سویې فکر کوو، ’ خو ولې دا معنا نه لري چې ته ترټولو طاقتور یاست.

کله چې سویه د مرکې مرکز ته بیرته راغله نو باقي ټولو ځناورو ته یې د خون خوار پړانګ د مرګ خبر ورکړ. ’اوس تاسو ټول پرته له کومې ویرې وسیدی شئ! ‘هغه چیغې کړې.

ځناور ډیر خوشاله و او د سویې څخه ډیر ممنون و، او په هغه شپه یو لوی جشن وشو ځکه چې بلاخره ځنګل د همیش له پاره د خون خوار پړانګ څخه خوندي شو.