The Story of Layla and Majnun

Find out more
about the contributors

The Story of Layla and Majnun

An Afghan Story by Awalkhan Ahmadzai & Emal Jabarkhail 


قیس ابن المولاواه لا کوچنی هلک و چې د لیلا ال- آمیریا په ژوره مینه اخته شو. هغه د هغې لومړۍ ورځې څخه کله چې یې هغې په مکتب (روایتي ښوونځۍ) کې  یونظر ولیده، په خپله مینه ډاډه و. هغه ډیر ژر د لیلا په اړه د مینې ښایشته شعرونه لیکل پیل کړل او د کوڅو په ګوټونو کې به یې په لوړ غږ هغه چا ته لوستل چې اوریدل به یې غوښتل. د مینې داسې هیجان او احساسات په ښکاره کولو سره به ډیرو کسانو دې هلک ته مجنون ویل، چې معنی یې لیونی سړی دی. 

یوه ورځ، مجنون ځان زړور کړ او د لیلا د پلار څخه یې د واده له پاره د  لیلا لاس وغوښت، خو ولې پلارېې دغه غوښتنه رد کړه. پلار یې دلیل وړاندې کړ، چې دا ډول واده به به یواځې د سپکاوی او رسوایي سبب جوړ شي. د هغه د لور له پاره به دا مناسب نه وي چې د یوداسې تن سره واده وکړي چې هغه ته هر سړی لیونی وایي. ددې پرځای، د لیلا د واده ژمنه د ګاونډي کلي د یو بوډا سړي سره وشوه.

مجنون د غم او خواشینۍ څخه بې حاله شو، خپل کور او فامیل يې پريښود او بیابان ته یې مخه کړه او هلته یې د وحشي ځناور په مینځ کې د بیلتون او خواشینۍ شپې ورځې سبا کولې. د بیابان په دې ورځو کې به مجنون د خپل معشوق په یاد کې شعرونه جوړول.

د لیلا واده په زور ددغه بل تن سره وکړی شو، که څه هم هغې ورسره مینه نه کوله ځکه چې زړه یې اوس هم د مجنون سره و. که څه هم لیلا د خپل میړه سره مینه نه درلوده، خو هغه یوه رښتیني لور وه او یوه وفاداره میرمن جوړه شوه.

د مجنون له پاره د واده دا خبر لړزوونکی و او هم هغسې یې د بیلتون ژوند ته ادامه ورکړه او په ښار کې خپل کور ته په مور او پلار پسې د راتللو نه یې انکار وکړ.

د مجنون مور او پلار خپل زوی ډیر یادولو او هره ورځ یې د هغه په حفاظت د بیرته راتللو دعاګانې غوښتې. هغوی به ورته د چمن په بیخ کې خواړه په دې هیلو پريښودل چې یوه ورځ به ددغه بیابان څخه هغه دوی ته واپس راشي. خو مجنون هم هغسې په بیابان کې و او په بیلتون کې به یې خپل شعرونه لیکل او د هیچ چا سره به یې خبرې نه کولې.

مجنون خپل ټول وخت یوازې تیر کړ، چې په شاوخوا کې به یې یواځې د بیابان ځناور و چې هغوی به د هغه نه چاپیره و او د صحرا په اوږدو شپو کې به یې د هغه حفاظت کوو. هغه به اکثر مسافرو لیدو چې دده له خوا به تیریدل او ښار ته به تلل. مسافرو به ویل چې مجنون به خپلې ورځې په خپل شعرونو ځان ته د ویلو سره تیرولې او په اوږده لښته به یې په شګو کې لیکلې کولې. هغوی وایي چې د هغه مات زړه هغه په رښتیا لیونی کړی و.

ډیر کلونه وروستو، د مجنون پلار او مور دوانړه مړه شول. لکه څنګه چې لیلا ته د مجنون د خپل مور او پلار سره د مینې معلومه وه، هغې تصمیم ونیولو چې مجنون ته د هغوی د مړینې خبر ولیږي. بلاخره هغې يو بوډا سړی ولید چې په صحرا کې یې د مجنون د لیدلو ادعا کوله. د ډیرمنت او زارۍ وروستو بوډا سړي ومنل چې کله راتلونکي وار خپل سفر کوي نو مجنون له به خبر ورکړي.

یوه ورځ، په رښتیني توګه دغه بوډا سړی په صحرا کې د مجنون مخې له وراغې. هلته هغه په خواشینۍ سره د مجنون د مور او پلار د مړینې خبر هغه له ورکړ او هغه ولید چې دا د دغې ځلمي شاعر له پاره څومره هیبتناکه خبر و.

په خپلې پښیمانۍ او افسوس کې ډوب مجنون په ځان کې بشپړ ګوښه شو او ژمنه یې وکړه چې د خپل مرګ پورې به په صحرا کې ژوند تیروي.

څو کلونه وروستو، د لیلا میړه مړ شو. دغې ځلمي ښځې هیله لرله چې بلاخره به د خپل حقیقي مینې سره يوځای شي. او هغه او مجنون به بلاخبره د تل له پاره يو ځای شي. خو په خواشینې سره دغه هم ونشوه. روایت دا و چې لیلا به په خپل مړ میړه د خواشینۍ کولو له پاره تر دوو کلونو پورې پرته له چا سره د لیدنې یواځې په خپل کور کې وي. د مجنون سره تر دوو نورو کلونو پورې د نه یوځای کیدو فکر د لیلا د زغملو وړ نور نه و. هغوی د ټول ژوند له پاره د یو بل نه جدا کړی شوي و او د بیلتون دوه نور کلونه، د خپل محبوب د لیدو له پاره دوه نور کلونه، د ځلمي نجلۍ له پاره بس و ترڅو د ژوند څخه ناهیلې شي. لیلا زړه ماتي په خپل کور کې یواځې پرته له مجنون د بیا لیدلو مړه شوه.

د لیلا د مړینې خبر په بیابان کې د مجنون ترغوږو شو. هغه سمدلاسه هغه ځای ته سفر وکړ، کوم ځای چې هغه ښخه شوي وه او هلته هغه د خپل حقیقي مینې په قبر د خپل ناشونې غم له کبله تر هغې پورې وژړل ترڅو چې مړ نه و.