

د انګلیسي دودیزه کیسه
څه باندې اوه سوه کاله وړاندې یو ځای کې یو ځوان ژوند کاوه چې رابرټ آف لاکسلی نومېده. د هغه ملګرو ورته د رابین نوم اخستلو.
رابین د خپلې مور سره په لاکسلی مینر (هغه ماڼۍ چې ډیره ځمکه هم ولري) کې ژوند کاوه، مګر پلار یې یو سرتیری و او هغه به د سمندرونو هاخوا جګړو کې ښکیل وو. جګړه په هغه هیواد کې وه چیرې چې پاچا، ریچارډ لیون هارټ، د دښمن سره جګړه کې بوخت وه.
په داسې حال کې چې هغه له سمندرونو هاخوا په جګړه کې بوخت و، پاچا ریچارډ خپل کوچنی ورور پریښود چې په انګلستان کې واکمن شي. د ریچارډ ورور جان نومېده خو ښه سړی نه و، په حقیقت کې ډېر حریص و. جان غوښتل چې د ریچارډ په پرتله ډیر مینرونه او ډیرې ځمکې ولري. نو، پداسې حال کې چې د ځمکې خاوندان، لکه د رابین پلار، د پاچا سره له هیواد څخه بهر وو، لالچی شهزاده جان د دوی جایدادونه او ځمکې غلا کړلې.
یوه ورځ شهزاده جان خپل سړي د لاکسلی مینور غلا کولو لپاره ولیږل. رابین، د هغه مور او د دوی ټول کارکونکي په تیښته بریالي شول. رابین خپله مور د هغې مور او پلار کره بوتله تر څو په خوندیتوب کې ژوند وکړي.
رابین ډیر په غوسه و چې د هغه د پلار کور او ځمکه غلا شوه، نو هغه ژمنه وکړه چې خپله ځمکه به د حریصانو څخه بیرته واخلي. د خپلې ګرانې میریان پریښودل هغه ډیر خواشینی کړ، چې ورسره نږدې اوسیده، مګر هغه ناټینګهم ته نږدې پټ شو او د شیروډ ځنګل کې دننه یې ژوند کاوه.
نور سړي رابین سره یوځای کیدو لپاره راغلل او ډیر ژر د ملګرو یوه ډله جوړه شوه چې ټول یوځای پټ اوسیدل. دوی د میري مین په نوم مشهور وو او شین رنګه جامې یې اغوستلې ترڅو د ځنګل په شنو پاڼو کې د لیدلو څخه پټ شي.
پرته د رابین ملګري، ویل، دوی ټولو شین لباس اغوستلو. هغه سرې جامې اغوستې وې ترڅو هغه د پټیدو په وخت کې د مني د پاڼو په څیر سور ښکاره شي. رابین هغه ته د سرو جامو له امله د ’ویل سکارلیټ‘ نوم ورکړ. ویل به رابین ته 'رابین هوډ' ویلو ځکه چې د هغه جاکټ په شا کې یوه خولۍ درلوده.
ټول هغه سړي چې د رابین سره یوځای شوي وو خورا ښه غشي ویشتونکي وو – دوی کولی شول په مستقیمه توګه یو غشی یا تیر وولي او هدف به یې د لیرې څخه بالکل په منځ کې په نښه کاوه.
هرکله چې د شهزاده جان یو حریص یا لالچي سړی د هغه سړک څخه تیریدو چې د شیروډ ځنګل ته څیرمه وو، رابین هوډ او د هغه د میري مینانو ډله به له پټن ځای راوتله او سړی به یې ونیو.
دوی به ورته وویل، ’مونږ سره د ډوډۍ لپاره لاړ شئ،‘ او دوی به ورته یو خوندور خواړه وړاندې کول. د ډوډۍ وروسته به رابین هوډ له سړي څخه وغوښتل چې د خواړو لپاره پیسې ورکړي نو د رابین سړو به د سړي له کڅوړو څخه سره زر او سپین زر واخستل مخکې لدې چې هغه بیرته په خپله لار ولیږي.
د ناټینګهم شیرف د هغې غلا په اړه ډیر په غوسه شو چې د هغه په ځنګل کې ترسره کیده، مګر هغه هیڅکله رابین هوډ او د هغه میري مین ونه موندل ځکه چې دوی خورا ښه پټ وو.
رابین او د هغه سړو د هغه خزانې یوه پیسه هم نه ساتله چې دوی د لالچی سړو څخه راټولوله. پرځای یې دوی دا د ټولو هغو بې وزلو خلکو سره شریکوله چې دوی پیژندل - هغه خلک چې هر څه یې له لاسه ورکړي وو کله چې لالچی شهزاده جان او د هغه سړو ترې دا غلا کړي وو.
د وخت په تیریدو سره، نورو سړو غوښتل چې رابین هوډ سره یوځای شي او د عدالت لپاره مبارزه وکړي. یو له دغو کسانو څخه جان لیټل و. هغه د دوه متره څخه یوڅه لوړ و او د اوږدې ستنې سره به یې په ځیرکتیا جګړه کولی شوه.
'ستا نوم باید جان بیګ وي ځکه چې ته ډیر لوړ یې،' رابین هوډ په خندا وویل. 'زه به تاسو ته لټل جان د ټوکې په توګه ووایم!' نورو ټولو ورته لټل جان هم ویلو.
بل کس چې د میري مین سره یوځای شو الان اډیل و. هغه یو سندرغاړی و نو هغه خپله میوزیک غږاوه او د رابین او د هغه د خلکو ساتیرۍ لپاره یې سندرې ویلې.
یوه ورځ د فریر ټیک په نوم یو راهب د شیروډ ځنګل ته راغی چې د لاکسلی رابین په لټه کې و. ورسره یوه ځوانه ښځه هم وه.
'ماریان!' رابین چیغې کړې کله چې هغه دوی ولیدل.
فریر ټیک تشریح کړه:
د ماریان پلار غوښتل چې لور یې یوه مالداره بوډا ته واده کړي. خو ماریان په ژړا شوه او ویې ویل چې له دې سړي سره واده نه شي کولی ځکه چې له بل چا سره مینه لري. د هغې ریښتینې مینه د لاکسلی رابین دی. زه پوهیدم چې رابین د شیروډ په ځنګل کې پټ دی نو ما ماریان وژغورله او دلته مې راوستله ترڅو هغه د خپلې ریښتینې مینې سره واده وکړي.
ماریان او رابین په خوښۍ سره یو بل ته ورغاړه وتل او فریر ټیک او ماریان د میري مین سره یوځای شول.
افسوس، یوه ورځ رابین هوډ ته یو له خپګانه ډک خبر راوړل شو:
پاچا ریچارډ په یو لیرې ځای کې نیول شوی دی. د هغه نیونکي به یوازې هغه وخت پاچا خوشې کړي چې په بدل کې یې سره زر او سپین زر ورکړل شي، 'قاصد وویل،' مګر، شهزاده جان اعلان وکړ چې هغه به د خپل ورور د ژوند ژغورلو لپاره یوه عادي سکه هم ورنکړي او هغه به یقیناً د خپل ورور ازادولو لپاره سره زر یا سپین زر هم نه ورکوي.
'دا ځکه چې هغه غواړي پخپله د انګلستان پاچا شي!' رابین هوډ په کرکې سره وویل.
مګر، میري مین یو ښه نظر درلود. 'ټولو هغه بې وزله خلکو ته چې مونږ یې پیژنو د هرڅه لپاره کافي پیسې ورکړل شوي چې دوی ورته اړتیا لري، نو هغه پیسې چې مونږ یې لاهم د خپلې خزانې په صندوق کې لرو کولی شي د پاچا ریچارډ آزادي واخلي.'
نو پرته لدې چې شهزاده جان ته خپل پلان ووایی، رابین او د هغه سړو د سرو زرو او سپینو زرو تاوان ورکړ.
څو اونۍ وروسته یو نامعلوم نایټ (عسکري لباس اغوستونکی کس) د شیروډ ځنګل ته راغی. هغه ټولې تورې جامې اغوستې وې او ویې ویل یې چې هغه د رابین هوډ په لټه کې دی.
'تاسو څوک یاست؟' رابین غوښتنه وکړه.
'زه بلیک نایټ یم،' ځواب راغی.
خو کله چې نایټ خپله خولۍ لیرې کړه، رابین سړی وپېژنده.
'پاچا ریچارډ!' هغه ساه ویستلو سره وویل. رابین د خپل پاچا درناوي لپاره سر ټیټ کړ. میري مینانو هم سر ټیټ کړ او میرمن ماریان ورته سلام وکړ.
پاچا وویل: 'زه راغلی یم چې ستاسو څخه د هغه تاوان ورکولو لپاره مننه وکړم چې زما آزادي یې ترلاسه کړه'. ما اوریدلي دي چې څنګه زما ورور جان، زما د سلطنت په عادلانه توګه حکومت کولو کې پاتې راغلی. زه د هغه په حرص پوه شوی یم او خبر یم چې هغه د خلکو ځمکې او کورونه غلا کړي دي. زه به د هغه سره ګورم او هغه ته به سزا ورکوم، مګر تاسو ټولو ته چې کورونه او ځمکې مو له لاسه ورکړې، زه هغه کورونه او ځمکې بیرته درکوم ترڅو تاسو او ستاسو کورنۍ یو ځل بیا هلته ژوند وکړئ.
رابین، ماریان او ټولو میري مینانو خپل پاچا، هغه واکمن چې د ریچارډ لیون هارټ په نوم یادیږي، ته د وفادارۍ ژمنه وکړه.
هغه کیسه چې څنګه رابین او د هغه میري مینان خپل پاچا ته وفادار وو د ډیری نسلونو لپاره ویل شوې او یو بل ته انتقال شوې. نو ځکه اوس، اوه پیړۍ وروسته ، مونږ لاهم د لاکسلی مینر د رابین په کیسه پوهیږو.
Enjoyed this story?