هانسل او ګریټیل
A free resource from
KidsOut - the fun and happiness charity
This story is available in:
This story is available in:

یو وخت هلته یو غریب لرګي ماتونکي (هغه څوک چې له ځنګله لرګې ماتوي او ژوند پرې کوي) اوسیدو. هغه له خپلو دوو ماشومانو او دوېمې مېرمنې سره يو ځنګل ته څېرمه په يو کوچني کلي کې اوسېده. ماشومان هانسل او ګریټیل نومیدل. هانسل د ګریټیل مشر ورور و.
یوه ورځ، دوی هیڅ خواړه نه درلود. لرګي ماتونکي ښځې ورته وویل چې دوی باید ماشومان ځنګل ته واستوي. هغې غوښتل چې دوی د تل لپاره ورک شي. بیا به هغه او لرګي ماتونکی د خوړلو لپاره ډیر خواړه ولري.
هانسل د خپلې بدکارې میرې مور خبرې واورېدې. هغه بهر لاړ او خپل جیبونه یې له وړو سپینو تیږو ډک کړل.
بله ورځ لرګي ماتونکی او میرمن یې ماشومان ځنګل ته بوتلل. لرګي ماتونکی د خپلو ماشومانو په پریښودو خوښ نه و، مګر میرمن یې هغه راضي کړ.
نو هانسل او ګریټیل دواړه یوازې پاتې شول.
شپه شوه او ساړه زیات شو. ګریټیل په ژړا پیل وکړ.
هانسل وویل: "اندیښنه مه کوه،" "زما لاس ونیسه او زه به دې کور ته ورسوم."
کله چې دوی په هغه سهار ځنګل کې روان وو، هانسل به ځای په ځای یوه سپینه تیږه غورځوله. له نیکه مرغه، سپوږمۍ روښانه وه او په سپینو تیږو ځلیدله. ماشومان د همدې لیکې په تعقیب د کور په لور روان شول.
د لرګي ماتونکي میرمن د ماشومانو په لیدوغوسه شوه. هغې په خپل میړه چیغې کړې او ورته یې وویل چې ماشومان بیرته ځنګل ته بوځي او ورک یې کړي.
لرګي ماتونکی خپه شو، خو له خپلې مېرمنې ډاریدو. هغه ومنله هغه څه وکړي چې هغې ورته وویل. لکه څنګه چې دوی له دروازې څخه بهر وایستل شول، هانسل د ډوډۍ یوه ټوټه په لاس کې ونیوله. کله چې دوی بیرته د ځنګل په لور روان وو، هانسل د ډوډۍ کوچنۍ ټوټې په لار کې غورځولې. هغه هیله درلوده چې دا لاره به بیرته تعقیب کړي.
کله چې دوی د ځنګل منځ ته ورسیدل، د ماشومانو پلار عذر وکړ او ورته یې وویل چې هغه باید ترې لاړ شي.
بیا شپه شوه او دا ځل هیڅ سپوږمۍ نه وه. ماشومان د یوې لویې ونې په بیخ کې سره یوځای پریوتل او تر سهاره ویده شول.
هانسل بله ورځ وویل: "اندیښنه مه کوه". "مونږ به د ډوډۍ ټوټو لیکه تعقیب کړو او کور ته به لاړ شو."
خو هلته د ډوډۍ لیکه نه وه. هانسل د هغو مرغانو په اړه فکر نه وو کړی چې ټوټې به یې وخوري. دا ځل ماشومان په حقیقت کې ورک شول.
ماشومان د ځنګل په اوږدو کې هاخوا دیخوا ګرځیدل. ډیر وخت وروسته، دوی د ځینو ونو په منځ کې یو خندونکی کوچنی کور وموند. داسې ښکاریده چې دا د جنجربریډ (د سونډ ډوډۍ) څخه جوړ شوی او په آیسنګ (له کچو او بورې ترکیب) سره پوښل شوی.
هانسل له دیوال څخه یوه ټوټه راماته کړه. هغه یې وخوړه - دا خوندوره وه! بیا ګریټیل د کړکۍ له درشل څخه یوه ټوټه راماته کړه. دې خورا ښه خوند درلود! دوی نورې ټوټې ترې راماتې کړې: بسکټ، کوکیز او خواږه.
ناڅاپه دروازه خلاصه شوه او یوه بوډۍ ښځه بهر راووتله. هغه یو مهربانه بوډۍ نه وه… اوه نه! هغه یوه جادوګره وه!
جادوګرې وویل: "د خوړو لپاره ډیر څه لرم." "دننه راشئ!"
هانسل او ګریټیل خوښ وو چې د خوړلو لپاره یې ډیر څه درلودل. جادوګرې هانسل او ګریټیل ته د خوړلو لپاره ډیر څه ورکړل. هغې دوی ته د خوړلو لپاره ښه ډیر څه ورکړل! هغې دوی ته خوړلو لپاره له حده ډیر خواړه ورکړل!
شیطاني جادوګرې پلان درلود چې دواړه ماشومان په تنور کې پاخه کړي او ویې خوري! مګر، هغې فکر کاوه چې دوی به لا خوندور شي که دوی دومره خوار نه وي. هغې غوښتل چې دوی ښه ماړه کړي او هغه وخت یې وخوري کله چې دوی چاغ شوي وي. د اونیو په هره ورځ کې، جادوګرې ماشومانو ته ډیر خواړه ورکول.
هغې به په ګریټیل کور پاکوو او هانسل به یې په پنجره کې بندولو. هره شپه به یې غوښتل چې د هانسل ګوته زور کړي ترڅو احساس وکړي چې هغه څومره چاغ شوی.
جادوګرې په سمه توګه لیدل نشو کولی. هغې اړتیا درلوده چې یوازې هغه ته د کتلو پرځای د هانسل ګوته احساس کړي. خو بیا هم، هانسل هوښیار و. په جیب کې یې د چرګ یو زوړ هډوکی ساتلی و. هره شپه به یې جادوګرې ته چې د خپلې ګوتې پر ځای زور کولو لپاره هډوکی په لاس کې ورکوو. جادوګره په غوسه وه چې هانسل ورته هیڅکله هم چاغیدونکی ښکاره نشو.
یوه ورځ جادوګره د هانسل چاغیدو لپاره په انتظار کولو ستړې شوه. هغې خپل تنور بل کړ ترڅو هلک په کې روسټ کړي او خوندوره ډوډۍ وخوري.
هغې د تنور دروازه خلاصه کړه او دننه یې وکتل ترڅو وګوري چې ګرم دی. څنګه چې جادوګره ښکته شوه، ګریټیل د کوټې دننه منډه کړه او هغه یې تنور ته دننه ټیله کړه. کوچنۍ نجلۍ د تنور دروازه په خرپ ورپورې کړه! کړنګ! جادوګره بندي شوه!
ګریټیل د جنجربریډ کور لټون وکړ. دا د کیکونو او خواږو څخه ډک وو. په یوه خونه کې، هغې د سرو زرو څخه ډک صندوقان وموندل. ګریټیل د هانسل د پنجرې کیلي وموندله.
هغې خپل ورور راخلاص کړ. ماشومانو خپل جیبونه له هومره سرو زرو څخه ډک کړل څومره یې چې وړلی شول او روان شول.
د دوو ورځو لپاره، ماشومانو ځنګل ولټو. په آخیره کې، دوی خپل کور وموند او خپل پلار یې ولید! هغه د دوی په لیدو خوشحاله شو او ویې ویل چې د دوی میره مور ترې تللې ده.
هانسل او ګریټیل خپل کور ته لاره موندلې وه. دوی بیا هیڅکله وږي یا غریب نه شول.
Enjoyed this story?