د بوډئ ټال مار
A free resource from
KidsOut - the fun and happiness charity
This story is available in:
This story is available in:

د آسټرالیا څخه یو پخوانۍ کیسه

*
ډیر وخت مخکې په خیالی عالم کې د بومی خلکو یوه ډله د ښکار لپاره وتلي وه. له څو ساعتونو وروسته، دوی ستړي شول او د آرام کولو پریکړه یې وکړه او کله چې دوی یو بل سره کېناستل ، کیسې یې کولې او خپل لاسونه یې د اور په واسطه ګرمول، یو یې پورته وکتل.
هلته په افق کې یو ښکلی څو رنګه کمان و – یعنی یو د بوډئ ټال. خو بومی خلکو فکر کاوه چې دا یو مار دی چې د اوبو له یوه سوري څخه بل سوري ته حرکت کوي او دوی ویریدلي وو ځکه چې دوی نه غوښتل چې یو ډېر غټ روښان رنګه مار د دوی کمپ ته نږدې د اوبو په سوري کې وي. مګر دوی خوښ ول چې هغه مار د دوی په څنګ د اوبو سوری خواته حرکت نه کوه.
یو ځوان غوښتل چې د بوډئ ټال مار په اړه نور معلومات ترلاسه کړي، نو کله چې بیرته کور ته راستون شو، د خپلې قبیلې له سپین ږیرو څخه یې پوښتنه وکړه چې ښکاریان ولې له د بوډئ ټال مار څخه ویریږي؟
زړو خلکو ورته وویل چې د بوډئ ټال مار د خیالی عالم له مخلوقاتو څخه دی چې ځمکې ته یې شکل ورکړې وه.

په پیل کې ځمکه هواره وه. کله چې د د بوډئ ټال مار د ځمکې په اوږدو کې په خپله لاره حرکت کوله، د هغه د بدن خوځیدنه غرونه او درې یې جوړ کړل چیرې چې سیندونه اوسیدل. هغه د خیالی عالم په مخلوقاتو کې ترټولو لوی و او د هغه ځواک حتی د خیالی عالم نورو مخلوقاتو هم ویرول.
په نهایت کې ، د ځمکې په شکل ورکولو له هڅو څخه ستړی شوه، د بوډئ ټال مار د اوبو په یوه سوري کې تیر شو چیرې چې هغه په یخ اوبو کې وغزیده چې هغه یې آرام کړ او د بدن روښانه رنګونه یې نرم کړل.
هرکله چې ځناور د اوبو سوري ته تلل، دوی په پام کې نیول چې د اوبو سوری خرابه نکړي، که څه هم دوی هغه نشو لیدلی دوی پوهیدل چې هغه هلته دی.
هغه یوازې د سخت باران وروسته بهر راووت کله چې د هغه د اوبو سوری خرابیده او کله چې لمر د هغه رنګ شوي بدن ته لګېده. بیا هغه د اوبو له سوري څخه پورته شو او د ونې په سرونو باندې، د ورېځو په اوږدو کې او د ځمکې په اوږدو یې سفر وکړ تر څو د اوبو یو بل سوري ته ورسیده.
خلک وېرېدل چې هغه په غوسه دی او یو ځل بیا به ځمکه د خپل ډار خپروي نو کله چې هغه خپل نوي کور ته تله، دوی به ډیر خاموش او بی حرکته ول. کله چې هغه هلته لاړه نو هغه بیا د اوبو لاندې ورک شو او د لیدلو وړ نه و.
له همدې امله بومی خلک په پام کې لري چې کله د بوډئ ټال مار په آسمان کې وکتل شو چې د اوبو له یوه سوري څخه بل ته ځي، نو دوی ورته مزاحمت ونکړي.
Enjoyed this story?