د اوګره جادویي دېګلۍ
A free resource from
KidsOut - the fun and happiness charity
This story is available in:
This story is available in:

یوه غریبه نجلۍ له خپلې مور سره په یوه ښار کې اوسېده. دوی وږي وو، خو د خوړلو لپاره يې څه نه درلودل.
نجلۍ وویل، زه به ځنګل ته لاړ شم چې د سمارقو او توتانو په لټه کې شم.
هلته يې له يوې بوډۍ مېرمنې سره وکتل چې یې ورته وويل: دا دېګلۍ واخله. کله چې دېګلۍ ته ووایې: «پاخه کړه دېګلۍ!» نو دا به ستاسو لپاره خوندور اوګره پخوي. کله چې ته ووایې: «بس کړه دېګلۍ!» نو دا به پخول ودروي.
نجلۍ وویل : «مننه، ډیره مننه»، او هغه د ډالۍ سره کور ته لاړه.
په کور کې نجلۍ وویل: «پاخه کړه دېګلۍ!»
اوګره خوږه او خوندوره وه او بالاخره مور او لور مړې شول.
نجلۍ وویل، «بس کړه دېګلۍ!»، او دېګلۍ د اوګره پخول ودروه.
یوه ورځ نجلۍ د خپل ملګرو لیدو ته لاړه. وروسته یې مور د لوږه احساس یې وکړه، نو ویې ویل: «پاخه کړه دېګلۍ!»
مور یې وخوړله، خو کله چې یې کافي اوګره وخوړل او موړ شو، د دېګلۍ د ودرولو سمه کلمه یې هېره کړې وه.
دېګلۍ پخه کړه ... او پخه کړه ... او پخه کړه! پخلنځی ډیر ژر د اوګرې څخه ډک شو! کور ډير ژر د اوګرې څخه ډک شو! سړک او د ګاونډیانو کورونه له اوګرې ډک شوې وو!
بالاخره نجلۍ بیرته کورته راغله.
نجلۍ چیغې کړې: «بس کړه دېګلۍ!» .
دېګلۍ نور اوګره نه پخوله، خو خلک مجبور وو چې خپلو کورونو ته د تلو لپاره ډېر اوګرې وخوري!
Enjoyed this story?