د رنګولو جادویي برس
A free resource from
KidsOut - the fun and happiness charity
This story is available in:
This story is available in:

يوه چينايي افسانه

*
وه نه وه، د ما ليانګ په نامه يو ځوان سړی وو. هغه غریب او مهربانه و او انځورګري سره یې دومره مینه درلوده چې هر ځای کې انځورونه ویستل. یوه شپه یې خوب ولید چې یو بوډا سړی د رنګولو جادویي برس ورته ورکړ او ترې ویې غوښتل چې له غریبو خلکو سره د مرستې لپاره یې وکاروي. کله چې هغه له خوبه راویښ شو، هغه په خپل میز باندې د رنګولو جادویي برس وموند.
له هغې ورځې څخه، کله چې بې وزله خلکو مرستې ته اړتیا درلوده، هغه د رنګولو برس کارول. کله چې يې وليدل چې خلک په کروندو کې د کارولو لپاره اوبه نه لري، نو سيند يې به یې رسم کړ او سيند به ژوندی شو. خلک کولی شو د سیند څخه اوبه کروندې ته راوړي ترڅو د خپلو فصلونو په وده کې مرسته وکړي. کله چې هغه سخت کارګر بزګران ولیدل چې د خپلو کورنیو د تغذیه کولو لپاره هڅه کوي، هغه د دوی د خوړلو لپاره نور خواړه رسم کړل. ډېر ژر ډېر خلک د رنګولو جادویي برس په اړه پوه شول او له ما ليانګ څخه يې ډېره مننه وکړه.

خو په کلي کې یو شتمن سړی اوسېده، چې ناکاره سړی و او غوښتل یې چې له دغه ځوان څخه د رنګولو برس غلا کړي، تر څو ترې ګټه پورته کړي او نور هم شتمن شي. نو هغه خپل نوکران د ما لیانګ کور ته واستول چې د د رنګولو جادویي برس غلا کړي.
یوځل چې هغه د د رنګولو جادویي برس ترلاسه کړ، هغه ډیر د خوشحالۍ احساس یې وکړ او خپلو ملګرو ته یې بلنه ورکړه چې د د کور ته راشي ترڅو دوی ته خپل نوی ملکیت وښیې. هغه ډېر انځورونه رسم کړل، مګر هیڅ یو یې د هغه لپاره ژوندی نه شو.
هغه ډیر په غوسه و چې د رنګولو برس هغه لپاره کار نکوه نو ما لیانګ یې خپل حضور ته وغوښته.
هغه ځوان سړی ته وویل:« که ته زما لپاره یو څو انځورونه رسم کړې او ژوندي یې کړې، زه به تا آزاد کړم.»

ما ليانګ نه غوښتل چې له داسې بد سړي سره مرسته وکړي، خو هغه يو فکر درلود.
هغه بد سړي ته یې وویل: «ته غواړې چې زه د څه شي انځور درته رسم کړم؟»
شتمن سړي وویل: «زه د سرو زرو غر غواړم. زه به هلته د سرو زرو راټولولو لپاره لاړ شم».
خو ځوان لومړی سمندر رسم کړ.
مالدار سړی په غوسه شو او ویې ویل: «ولې دې سمندر رسم کړ؟ زه د سرو زرو غر غواړم. ژر یې رسم کړه!»
نو هغه ځوان د سرو زرو یو غر رسم کړ چې د سمندر څخه لیرې و.
شتمن سړي وویل: «ژر تر ژره یوه لویه کښتۍ رسم کړه. زه غواړم هلته د سرو زرو راټولولو لپاره لاړ شم.»
ځوان سړی په آرامه وخندل او یوه لویه کښتۍ یې رسم کړه. شتمن سړی په کښتۍ کې ټوپ واچوو او د سرو زرو د موندلو لپاره روان شو خو کله چې کښتۍ د سمندر مینځ ته ورسېده نو ما لیانګ یوه لویه څپې رسم کړه چې کښتۍ یې ویجاړه کړه او شتمن سړی بیا په کلي کې ونه لیدل شو.
له هغه وروسته، ځوان سړی د خپلې کورنۍ سره په خوښۍ سره ژوند کاوه او د رنګولو جادویي برس یې د غریب خلکو سره د مرستې لپاره کارولې
لکه څنګه چې زوړ سړی له هغه څخه غوښتنه کړې وه او د رنګولو جادویي برس د هرچا لخوا پیژندل شوی او خوښ شوی و.
Enjoyed this story?