KidsOut World Stories

نفرین Vasconcelos Monteiro    
Previous page
Next page

 

 

 

 

نفرین

د پرتګال خلکو یوه کیسه

 

 

 

 

 

*

ډېر پخوا د لوی ځنګل په څنډه کې یو کوچنی کلی وو. دا اکثره وخت یو سوله ایز او آرامه کلی و، مګر کلیوالو د لوبوزون په ویره کې ژوند کاوه، چې ویل کیږي د ځنګل دننه کې اوسېدل. لوبیزون یو تور مخلوق وو، نیم انسان او نیم لیوه، او ویل کیده چې هر کله سپوږمۍ کامله شي دا مخلوقات به د انسان د غوښې په لټه کې د ځنګل څخه راووځي.

خو دا ډول مخلوق څنګه پیدا شوی؟ دا ساده ده: په هره کورنۍ کې د اووم زوی باندې نفرین. نفرین به هیڅ کله په لورګانې نه وي، خو که یوه مور اوه زامن وزیږوي، نو د دې زامنو وروستی نه به یقینا یو لوبیزون جور شي.

کله چې فیلیپ زیږیدلی و، مور یې ویره درلوده. هغې د اووم زوی تمه نه درلوده، بلکې د یوې لور تمه درلوده، مګر د فیلیپ مور مهربانه او مینه ناکه وه او هغه د خپل ماشوم په لور شا نکوه، او د کلیوالو خبرې ته، د نفرین په اړه، هیڅ اهمیت نه ورکوه.

ډېر کلونه په آرامښ کې تېر شول. فیلیپ یو پیاوړی هلک شو چې د مور او پلار او شپږو وروڼو لخوا یې ډیره مینه ترلاسه کوه. مګر فیلیپ په دې خبره نشو پوهیدلی چې ولې د هغه او د هغه وروڼو تر منځ بل شان چلند کیږي. هغه ښوونځي ته نه و تللی ځکه چې ښوونکي اجازه نه ورکوله. دا عادلانه نه وه ځکه چې دغه ځوان هلک د نوي شیانو زده کولو سره مینه درلوده او په کلکه یې غوښتل چې د نورو ماشومانو سره ملګرتیا وکړي.

که کله به فیلیپ د خپلې مور لخوا د ډوډۍ پورلو لپاره لیږل کېده، نو د کلي خلکو به هیڅکله هغه سره په یو لاره نه تلل او تل به یې هغه ته د ویرې او خپګان په نظر کې کتل چې ځوان هلک به یې ناخوښه کوه. نورو ماشومانو به له هغه سره لوبې نه کولې او هغه ته د کامله سپوږمۍ په وخت کې باغ ته د وتلو اجازه نه وه.

دا وروستی ټکی شاید د دوی ټولو څخه خورا خراب و ځکه چې فیلیپ سپوږمۍ سره ډیره مینه درلوده، د هغې په اړه یو څه - په خاص توګه کله چې سپوږمۍ د شپې په آسمان کې کامله او ګرده وه - له فیلیپ سره خبرې کولې او د هغه روح یې راوپاراوه او هغه نه یې غوښتل چې سندرې ووایي او ونڅیږي او مڼدې وکړي.

که څه هم ژوند آرام و، خو له خوښۍ لرې و. فیلیپ د هر کال په تیریدو سره ځان ډیر تر ډیره جلا وموند. هغه هیڅ ملګری نه درلود او هیڅکله یې د نورو ماشومانو له خوا لوبې کولو لپاره را بلل شوی نه وه. کله کله به یې د دوی خندا اوریدله او تصور به یې کاوه چې دوی کومې لوبې کوي او څومره خوند اخلي.

فیلیپ دا هم ولیدل چې حتی د هغه مور او وروڼه هم هغه ته په عجیب ډول ګوري.

فیلیپ به کله کله له ځانه وپوښتل: «ما څه ګناه کرِی؟». «زه دومره بد هلک نه یم. زه خپل کارونه ترسره کوم او تقریبا هیڅکله بد چلند نه کوم. ولې له ما او نورو ماشومانو تر منځ دومره توپیري چلند کیږي؟»

لکه څنګه چې هغه د خپل پنځلس کلنۍ کلیزې ته نږدې شو، فیلیپ د هرکله څخه ډیر غمجن و.

د هغه مور په ندرت سره هغه ته اجازه ورکوله چې له کوره ووځي او دهغه مور ډیری وختونه د هغه په حضور کې پرېشانه ښکارېده. بی ادبه ماشومانو به چې کله هم هغه د خپل کور تر څنګ په خپل ځان سره په لوبې بوخت لیدلی نو ډبرې به یې پرې وارولې، خو کله چې به یې د چلنج لپاره مخ ور واړاوه نو ماشومان به په چیغې سره داسې وتښتېدل لکه یو شیطان یې چې لیدلې وي. ځینې وختونه فیلیپ لوی ځنګل ته د تیښتې لپاره هڅه کوه او غوښته چې هیڅکله بیرته را نشي.

یوه ورځ یې مور کېناوه او د هغه تکلیف لامل یې ورته بیان کړ. هغې وویل، « زما بچیه، ته زما اووم زوی یې، او په تا یو نفرین دی.»

فیلیپ ډیر ترور شو او هغه وپوښتل: «څه ډول نفرین؟».

« په پنځلسمه کلیزه کې به ته په لوبیزون بدل شئ، یو مخلوق چې نیم سړی او نیم لیوه دی.»

فیلیپ د لوبیزون په اړه ټول د خپلو کتابونو او د هغه کیسو څخه پوهېدل چې وروڼه یې د شپې یو بل ته ویل کله چې دوی فکر کاوه چې هغه په خپل بستر کې ویده دی.

مګر دوی هیڅکله فیلیپ ته نه وو ویلي چې هغه باندې دې ډول نفرین شوی دی. هغه نه غوښتل چې لوبیزون شي. هغه نه غوښتل چې شریر او ظالم شي، او په ټول بدن کې د اوږدې پنجې او ګنده ویښتو په اړه ډاډه نه و.

د هغه د پنځلسمې کلیزې په ماښام، ځوان فیلیپ د هغه په ټول ژوند کې د پخوا په پرتله ډیر غمجن و. هغه په تیاره کې په بستر کې ناست و او ځان سره یې ژړل. هغه دا فکر وکړ: «زه تل یوازې وم». «له ما سره تل بل ډول چلند شوی». او اوس زه نفرین شوی یم چې لوبیزون شم. زه څه کولی شم؟ ټول هغه څه چې ما غوښتل دا و چي د هرچا په څير راسره چلند وشي. ما تل غوښتل چې په ځنګل کې له ملګرو سره لوبې وکړم او د شپې ښکلې سپوږمۍ ستاینه وکړم.

په همدې وخت کې فیلیپ د خپلې کوټې له کړکۍ بهر وکتل او ولیدل چې سپوږمۍ د ستورو څخه ډک تیاره نیلي آسمان ته راپورته شوه. دا یوه لویه ښایسته سپوږمۍ وه او د هغه زړه یې له خوښۍ ډک کړ. بیا یو څه عجیبه پیښه وشوه: فیلیپ په خپل خېټه کې د یو حرکت احساس وکړ او په ټول پوټکي کې یې خارښت احساس وکړ. د هغه له سینې څخه د لیوه غږ راپورته شو او سپوږمۍ ته یې سر پورته کړ او هغې ته یې په داسې ډول غږ وکړ چې له د مخکې هیڅکله نه و کړی.

دد هغه په ټول بدن ناڅاپه ویښتان راوتل او د لاسونو او پښو نوکونه یې د زيړ ړنګ په اوږدو پنجو بدل شو. د هغه جامې ټوټې ټوټې شوې او د د پښو څنګ کې فرش باندې ولویدل. او کله چې فیلیپ په آینه کې ولیدل، هغه د یو لوړ لیوه هلک انعکاس ولید چې په ټول بدن کې د تورو ویښتو او وحشي سورسترګو سره هغه ته ګوري چې په تیاره کې ځلونکي ښکاري.

هغه په جګ ژغ وویل: «نو زه لوبیزون یم!».

فیلیپ د سپوږمۍ او ځنګل غږ احساس کړ او پوهیده چې دا وخت دی چې خپل زوړ ژوند ته شا کړي او خپل قسمت ومني.

ځوان لیوه هلک د خپلې کوټې کړکۍ پرانستله. د شپې له ټوپ وهلو مخکې هغه ودرېد او د خپلې پخوانی کوټې په شاوخوا کې یې وروستی نظر واچوه او د خپل مور، پلار او شپږو وروڼو په اړه یې فکر وکړ. « زما مینه ناکه کورنۍ، زه به تل تا په یاد کې وساتم،  مګر اوس زه باید ومنم چې زه څوک یم او نوی ژوند پیل کړم.»

بیا هغه د خپلې کوټې له کړکۍ څخه ووت او ځنګل ته ورغی، هر وخت د سپوږمۍ خوا ته چیغې وهلې، د هغه زړه د راتلونکي لپاره له عجیبه نوی امید څخه ډک و.

کله چې فیلیپ په لوی ځنګل کې ښه د ننه ولاره ، هغه په يو ښکلي هواره ځمکه کې ودرېد او زاړه ونې او ښکلې سپوږمۍ ته په آسمان کې وکتل. هغه چیغې وهلې او چیغې وهلې او ټوپ واچوه، نڅا وکړ او وخندل ... او کله چې په پای کې یې چیغې او نڅا بنده کړه، شاوخوا یې وکتل او ولیدل چې نورلوبیزان په هواره ځمکه کې راټول شوي دي. ځینې یې د فیلیپ په څیر ځوان وو، ځینې زاړه.

دوی فیلیپ ته نږدې شول او د هغه هرکلی یې وکړ.

یو کس په مهربانه او نرمه غږ وویل: «ته اوس خپل کور کې یې، د ملګرو په منځ کې په لوی ځنګل کې». او دا هغه وخت و چې فیلیپ پوه شو چې هغه هیڅ کله نفرین نه ده شوی.

هغه په خندا سره په داسې حال کې چې سر یې سپوږمۍ ته پورته کړی وو او په ټول ځواک یې چیغې وهلې، وویل: «زه لوبیزون یم او خپل کور کې یم!» نور لوبیزان ټول یوځای شول او د سپوږمۍ په ویاړ یې د شپې آسمان ته یو پیاوړی سندره واستوله.

ډیر میله لرې ، د فیلیپ مور په خپل باغ کې ودرېده په داسط حال کې چې د شپې جامې یې اغوستي وې او د لوی ځنګل څخه په نرمه هوا کې د لوبیزون سندرې ته یې غوږ نیولی و. دا بوډا ښځه له ځان سره وخندل ځکه چې پوهیده چې د هغې اووم زوی په پای کې خپل ځان ته یو کور موندلی دی چیرې چې هغه ته ښه راغلاست ویل کیږي او هلته به ډیر ملګري ولري او اوږد او خوشحاله ژوند به ولري.

Enjoyed this story?
Find out more here