شمشتۍ او صحرایی سوی
A free resource from
KidsOut - the fun and happiness charity
This story is available in:
This story is available in:

.png)
*
یو وخت، په یوه پټي کې چې له تاسو څخه ډیر لیرې نه و، یو ځواکمن او خوشحاله صحرایي سوی او یو خوبیولی شمشتۍ وو.
دا خوشاله صحرایي سوی نوئل نومیده او خوبیولی شمشتۍ به آرچیبالډ نومیده. د آرچیبالډ شمشتۍ خوښېده چې کښېني او ورو ورو خپله ډوډۍ وخوري، په داسې حال کې چې نوئل صحرایي سوی به خپله ډوډۍ په تېزی وخوړله او د ارچيبالډ په ګرد به یې منډې وهلې او وهلې تر څو چې هغه ګنګس شو.
یوه ورځ، دوی یو بل سره شخړه درلود.
نوئل وویل: «زه په ټوله نړۍ کې ترټولو تېز حیوان یم». هغه باټې ووهل: زه تر یوه چالاک چیتا، فعال کانګرو او د یو چټک سوی څخه تېز یم.
آرچیبالډ ورته وویل: «اوه، چپ شه». ته ډېر مغرور یې! که ته محتاط نه اوسې نو سخته پای به ولرې.
نوئل وپوښتل: «نو دا سخته پای چیرته دی؟». «آیا له دې ځایه لرې دی؟»
آرچیبالډ سترګې وغړولې او د کاهو د ځینو خوندور پاڼو خوړلو ته دوام ورکړ.
یو تور مرغۍ په هوا کې تېریده او وویل: «هی، تاسو دواړه خپل شخړه بس کړې. »
نوئل صحرایي سوی وویل: «نه، دا جدي خبره ده». «زه به تاسو ټولو ته دا ثابت کړم چې زه په ټوله نړۍ کې ترټولو تېز حیوان یم!»
آرچیبالډ شمشتۍ وویل: «صحی ده». «نو زه به تا سره مسابقه وکړم! »
نوئل صحرایي سوی ښه ډېر وخندل.
آرچیبالډ وویل :«لږ انتظار وکړه او وګوره». «زه به والاس چې یو هوښیار زوړ بوم دی راوړم چې زموږ لپاره مسابقه تنظیم کړي.»
والاس هوښیار زوړ بوم د بلې ورځې لپاره مسابقه تنظیم کړه. په پټي کې ټولو حیواناتو خپلې ښې جامې واغوستې، ویښتان یې پاک کړل، بیرغ یې د څپې وهلو لپاره پورته کړ او تیار شول چې شمشتۍ او صحرایي سوی تحسین کړي.
والاس ژغ وکړ: «خپل ځای کې اوسئ! چمتو اوسئ! منډه کړی! ». او مسابقه پیل شو!
ورو، ورو، آرچیبالډ شمشتۍ روانه شوه او نوئل صحرایي سوی په تېزه سره منډه کړه او ډیر ژر هغه د سترګو څخه لرې شو. په حقیقت کې، هغه دومره مخکې و، کله چې هغه شاته وکتل، آرچیبالډ شمشتۍ هیڅ نه لیدل کیده.
نوئل فکر وکړ: «خدایه». «ما خامخا ګټلی دی! زه فکر کوم چې زه به د دې ونې لاندې لږ خوب وکړم، دا ډیره ګرمه ورځ ده. » نوئل صحرایي سوی ډیر ژر ویده شو.
په عین حال کې، آرچیبالډ شمشتۍ ورو ورو حرکت کوه، د خپل پوښ یې د لمر خوند اخیسته.. هغه پرله پسې پر مخ روان و او وخت په وخت يې د واښو څخه مړی وهله. هغه د بلوط له ونې څخه تېر شو، هغه د پله څخه تېر شو، هغه د غوجل څخه تېر شو، هغه حتی د نوئل صحرایي سوی څخه تېر شو چې لا تر اوسه د ونې لاندې خرخر کولې.
آرچیبالډ تر هغه وخته پورې منډه وهله چې پای ته ورسیده چیرې چې والاس هوښیار زوړ بوم او په ساحه کې نور ټول حیوانات راټول شوي وو.
ټول حیوانات د آرچیبالډ په شاوخوا کې راټول شول او چیغې یې وهلې.
«ډیر ښه! ډیر ښه! ته ګټونکي یې!»
د نورو له شور ماشور له ژغه نوئل صحرایي سوی راویښ شو او منډه یې له سره پیل کړ.
«وی خدایه! وی خدایه! دا څه وشو؟ دا شور ماشور څه لپاره دی؟ پروا نکوی. هغه فکر وکړ: زه به غوره وي چې مسابقه پای ته ورسوم بیا به زه لاړ شم او خپله ډوډۍ وخورم.»
نوئل صحرایي سوی له غونډۍ ښکته د پای کرښې په لار روان شو. مګر کله چې هغه هلته ورسید، په ویره کې، هغه وکتل چې آرچیبالډ شمشتۍ په غاړه کې د سرو زرو مډال و.
نوئل صحرایي سوی وویل: «دا سمه نه دی! هغه به له ما سره دوکه کړی وي.» «هرڅوک پوهیږي چې زه د هغه په پرتله تېز یم! »
هوښیار زوړ بوم والاس وویل: «آرچیبالډ شمشتۍ خیانت نه دی کړی.» هغه عادلانه او صحی توګه مسابقه ګټلی دی. په ورو ورو خو په اطمینان سره، هېڅکله نه تسلیمېدل، آرچیبالډ لومړی د پای کرښه تېر شو.
نوئل صحرایي سوی ډیر خپه او مرور ښکاریده. آرچیبالډ شمشتۍ د هغه په اړه خفه و او هڅه یې وکړه چې هغه خوشحاله کړي.
آرچیبالډ وویل: «نوئل خوشحاله اوسه، دا یوازې یوه مسابقه وه». زه ډاډه یم چې ته به راتلونکی مسابقه وګټئ. او زه د لمر لاندې مسابقه ورکولو په پرتله دا خوښوم چې موږ یو بل سره ملګري اوسو.
او له هغې ورځې څخه تر اوسه، دوی ترټولو غوره ملګري شول او نوئل صحرایي سوی هیڅکله بیا باټې ونوهل.
Enjoyed this story?