KidsOut World Stories

غرڅه او پړانګ David Heathfield    
Previous page
Next page

 

 

 

 

غرڅه او پړانګ

د برازیل خلکو یو کیسه

 

 

 

 

 

 *

غرڅه د لوی سیند په غاړه د ځنګل په لور روان شو: " اوه، دا زه څنګه ژوند لرم؟ کور نلرم. شاید زه خپل ځان لپاره کور جوړ کړم. دا په هر صورت یو ښه ځای دی."

غرڅه روانه شوه.

د لوی سیند په غاړه پړانګ راغی، د ځنګل په لور روان وو. هماغه ځای ته راغی او ویې ویل: اوه، دا څه ژوند دی چې زه لرم ؟ شاید یوه ورځ به بس شم او ځانته کور جوړ کړم. دلته به د هر ځای په څير ښه ځای وي.

او پړانګ روان شو.

غرڅه بیرته راستون شو، او په خپلو ښایسته زنګونو سره یې شین ځمکه پاک کړ، هغه ونې یې پاکې کړې او د کور د جوړولو لپاره یې ځمکه هواره کړه او بیا ځنګل خوا ته ولاړه.

اوس پړانګ راغی: «دا هغه ځای دی چې ما غوښتل خپل کور په کښې جوړ کړم، مګر ځمکه پاکه شوې او هواره شوې ده. په ښکاره ډول، دا د توپان په نوم یو خدای دا له برکته دی. دلته به زه خپل کور جوړ کړم.» او په لیوالتیا سره، پړانګ ځمکه هواره کړه او ځمکه یې نرمه کړه او ځان ته یې یو فرش جوړ کړ - کلک او ځلیدونکی د خپل غاښونو په مرسته سره - او بیا ځنګل ته ولاړه.

غرڅه بیرته راغی: «یو فرش جوړ شوی دی، کلک او ځلیدونکی. په ښکاره ډول د توپان په نوم یو خدای زما سره مرسته کوي. او په نوې انرژي سره، غرڅه د کور لپاره دیوالونه جوړ کړل. کله چې هغه کار یې پای ته ورسوه، غرڅه ځنګل ته ولاړه.

په دې وخت کې پړانګ راغی: «د توپان په نوم یو خدای زما د کور دېوالونه جوړ کړي دي. اوس به زه چت جوړ کړم.» او قوي پړانګ چت یې جوړ کړ، او کله چې بشپړ شو هغه ځنګل ته ولاړه.

غرڅه ولیدل چې چت جوړ شوی دی: «توپان په حقیقت کې ماته دا برکت راکړی دی.»

د کور دننه، غرڅه دوه کوټې جوړې کړې: یوه د ځان لپاره او بله د توپان لپاره. هغه یوې کوټې ته ولاړه، آرام یې وکړ او ویده شو تر په دې حال کې چې تیاره شوه.

او اوس پړانګ راستون شو او ویې لیدل چې په کور کې دوه کوټې دي: «توپان د ځان لپاره یوه کوټه جوړه کړې ترڅو کور له ما سره شریک کړي.»

هغه بلې کوټې ته ولاړه او ویده شو.

غرڅه او پړانګ ټوله شپه په همدې کور کې ویده شول. سهار وختي دواړه له خوبه پاڅېدل.

غرڅه پړانګ ولید. پړانګ غرڅه ته وکتل: «آیا تا زما د کور په جوړولو کې مرسته کړې؟»

«هو. آیا تا زما د کور په جوړولو کې مرسته وکړه؟»

«هو.»

نو دا و چې پړانګ او غرڅه دا کور یې یو بل سره په برابره توګه شریک کړ... د لنډ وخت لپاره.

پړانګ وږی و: «اور ولګوه. دېګلۍ ورباندې کېږده. اوبه ځوښې کړه. زه غواړم چې ښکار ته لاړ شم.» او پړانګ له کوره ووت او غرڅه د اور او د ځوښو اوبو دېګلۍ چمتو کړه.

پړانګ یو غرڅه وموندل او ونیول او ووژل. هغه یې ځان سره بیرته کور ته یوړل. هغه د غرڅه په پخولو پیل وکړ. کله چې غرڅه ولیدل چې پړانګ څه پخوي، غرڅه غمجن شو.

پړانګ په خوړلو پیل وکړ. غرڅه وډار شو اوڅه یې ونه خوړل. غرڅه خپلې کوټې ته ولاړه او د ویده کیدو هڅه یې وکړه.

پړانګ خپلې کوټې ته لاړ.

غرڅه ټوله شپه سترګې خلاصې پرېښود، ویره یې درلوده چې پړانګ به راشي او هغه به وخوري.

*

په سهار کې، غرڅه پړانګ ته وویل: «اور ولګوه. دېګلۍ ورباندې کېږده. اوبه ځوښې کړه. زه غواړم چې ښکار ته لاړ شم.»

غرڅه ځنګل ته ولاړه. هلته، یو پړانګ و چې د ونې د پوټکي باندې د خپل پنجې تېره کول.

«هغه پړانګ ستا په اړه بدې خبرې کړې.»

تماندوا مېږتانه خوړونکې په غوسه شو. هغه ولاړه او په خپلو پیاوړو او تېرو پنجو یې په پړانګ باندې حمله وکړه. کله چې پړانګ ووژل شو،تماندوا مېږتانه خوړونکې ولاړه. غرڅه مړی پړانګ یې ځان سره بیرته کور ته یوړل.

کله چې پړانګ وليدل چې غرڅه څه پخلی کوي، هغه وډار شو. هغه ونه شوای کولای چې غرڅه د خواړه په خوړلو وګوري نو خپلې کوټې ته ولاړه. مګر په حقیقت کې، لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، غرڅه د پړانګ غوښه نه خوري.

غرڅه اوس خپلې کوټې ته ولاړه. غرڅه خوب نشو کولی. غرڅه ویره درلوده چې پړانګ به د شپې راشي او هغه به وخوري.

پړانګ خوب نشو کولی. هغه ویره درلوده چې په شپه کې به غرڅه راشي او هغه به وخوري. پړانګ ته په پای کې خوب ورغی او ویده شو.

غرڅه ته په پای کې خوب ورغی او ویده شو. او کله چې د هغه سر باندې خوب ورغی، د هغه زنګونه د دیوال سره لګېدلې او لوړ غږ یې جوړول. پړانګ له خوبه راویښ شو، ویره یې درلوده چې غرڅه درګرده راځي تر څو په هغه برید وکړي. په زوره یې چیغې ووښه.

غرڅه ګمان یې وکړ چې پړانګ درګرده د هغه د وژلو لپاره راځي.

غرڅه له کوره وتښتېده! پړانګ له کوره وتښتېد! دواړه په مخالف لوري په منډه شول. له هغه وخت راهیسې، پړانګ او غرڅه یوځای ژوند نه کوي.

Enjoyed this story?
Find out more here